د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس ویسټ په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې نه توجیه کېدونکي بللي او د بین الافغاني خبرو په ژر پيلېدو یې ټينګار کړی دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه د هند او مرکزي اسیا د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه جوړې شوې غونډه کې له ګډون وروسته، د بین الافغاني ډيالوګ د پېلېدو د ارزښت په اړه خبرې کړي دي. نوموړي ویلي چې د افغانانو تر منځ له اوسني وضعيت څخه د وتلو لپاره باید ژر خپلمنځي خبرې پیل شي.








