د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې او د قزاقستان یوه خصوصي شرکت ترمنځ د دوو کلونو لپاره د څه باندې ۸ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، د حیرتان رېلپټلۍ د تخنيکي چارو پرمخ وړلو تړون لاسلیک شو. دغه تړون پرون په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د یادې ادارې مسوولینو او د قزاقستان د فاتح منصور شرکت استازو ترمنځ لاسلیک شو. د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې سرپرست بختالرحمان شرافت وویل، منصور فاتح شرکت ته د دوو کلونو لپاره د حیرتان اوسپنې پټلۍ د تخنيکي چارو پرمخ وړلو په موخه، ۸ میلیونه ۳۷۵ زره او ۶۶۴ امریکایي ډالره د افغانستان حکومت له خوا ورکول کېږي. دی وایي، یاد شرکت به د حیرتان- مزارشریف د رېلپټلۍ تخنیکي چارې پرمخ وړي او د پټلۍ مدیریت به د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې په واک کې وي.








