د ملي دفاع سرپرست وزیر د ټولو افغانانو ترمنځ پر زغم، اتحاد او يووالي د ټينګار ترڅنګ وايي چي ټولو قومونو ته باید په سياست کې برخه ورکړل شي. د ملي دفاع وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر پرون په متحده عربي اماراتو کي له مېشتو يو شمېر افغانانو سره وکتل. په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر هلته د مېشتو هېوادوالو ستونزې اورېدلي او د هغې پر حل یې په ټینګار سره ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی که هغه دننه په هېواد کې وي او که بهر باید په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي وویل د ټولو ستونزو د هوارولو لپاره تر خپل وسه هڅې کوي او له ټولو افغانانو هم هیله کوي چي تر اسلام وروسته وطن ته ترجیح ورکړي. که له وطن سره لیونی مینه ونه لري او هر یو خپل مسوولیت ونه ګني دا وطن نه جوړيږي هغه زیاته کړه پردي خلک وطن نه جوړوي، هغوی یواځې د وطن د بربادۍ لپاره راځي ځینې نمایشي کارونه کوي خو تلپاتې کارونه يې نه دي کړي. نوموړي په دې وينا کې په سرپرست حکومت کې د ټولو افغانانو پر ګډون ټينكار وكړ.








