ا.ا وايي، سره له دې چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې، خو نړیوالې ټولنې ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی. د ا.ا ویاند وايي، تر اوسه د نړۍ قدرتونه له ا.ا سره د رسمیت پیژندنې په اړه اصلي هوکړې ته نهدي رسېدلي او دا ستونزې زېږوي. شنونکي پر دې باور دي چې د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالو د شرایطو پوره کول او په ځانګړې توګه نجونو ته د زدهکړو اجازې ورکړه به د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره لاره خلاصه کړي. تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ویلي چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍوالو د اړیکو ښه والی د ټول ګډونه حکومت له جوړېدو، نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازې ورکړه، د بشري حقونو رعایتېدو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدو پورې تړلی دی.








