امنیتي مسوولین وایي چې په کابل ښار کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي. د کابل امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړونده د تایمنیو په سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې په یوه کور کې د ګاز نیونې له امله د دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.








