د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د رسنیو د ستونزو د حل لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي. نوموړي له رسنیو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشورتي ناسته کې ویلي، چې په هېواد کې د رسنیو پیاوړتیا د ا.ا پالیسي ده. په دغې ناسته کې د اطلاعاتو او رسنیو په برخه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو هم په دې غونډه کې له رسنیو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ. د دغه وزارت سرپرست له ټولو رسنیو غوښتي چې، اسلامي ارزښتونو ته په پام سره حقاق بیان کړي. په دې غونډه کې د رسنیو ځینو استازو هم د خپلو رسنیزو چارو پر وړاندې خپلې ستونزې په ډاګه کړې چې د سرپرست حکومت چارواکو د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړ. د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، هڅې کوي چې، د رسنیو د ستونزو د حل لپاره د رسنیو له مسوولینو سره د ورته غونډو په شمېر کې ډېروالی راولي.








