د سره صلېب نړیوالې کمېټې د عملیاتي څانګې رییس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې چې په مجازي توګه جوړه شوې وه، ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونې زیاتې شوې دي او وګړي یې د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري. په دغه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د ډېریو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود چې د هېوادونو د اقتصادي، بشري، زېربنایي او روغتیايي وضعیت په هکله یې خبرې اترې وکړې. په دې غونډه کې د سره صلیب د عملیاتي څانګې رییس د هېواد د اقتصادي او بشري وضعیت په تړاو ویلي، چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له لوري هېر شوی دی. اخوا، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره اړتیا ده، څو د ملګرو ملتونو بنسټونه د هېوادوالو لپاره د کارموندنې اوږدمهالي پروګرامونه جوړکړي. تر دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، چې اوسمهال د افغانستان اووه نوي سلنه وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي او د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزو د بې وزلۍ په زیاتېدو کې مهمه ونډه لرلې ده.








