کابل ښاروالۍ له ناروغیو او په ښار کې د ګډوډۍ د مخنیوي موخه د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې د لوی اختر لپاره د څارویو د پلور لنډمهالي ځایونه ټاکلي دي.کابل ښاروالي وایي، اجازه به ورنه کړي چې د تېرو کلونو په څېر په عامه سړکونو او د خلکو د تګ راتګ په سیمو کې څاوري وپلورل شي.