د متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ میلادي کال ټاکنو لپاره د امرسون پوهنتون د تازه نظرپوښتنې پر بنسټ پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر جوبایډن مخکښ دی. د دې نظرپوښتنې له مخې، ۴۴ سلنه امریکایانو ویلي چې ډونالډ ټرمپ ته او ۳۹ سلنه نورو بیا ویلي چې بایډن ته رایه ورکوي. نظرپوښتنه کې دغه راز راغلي چې ۱۲ سلنه نورو بیا زیاته کړې ده چې دوی په ټاکنو کې بیخي ګډون نه کوي. بایډن له افغانستان څخه په عجولانه توګه د سرتېرو تر ایستلو وروسته په امریکا کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی او د کرونا په ګډون ګڼ شمېر نور دلایل دي چې خلک یې د مسائلو د کنټرول او مخته وړلو په تړاو د بایډن پر وړتیا شکمن کړي دي.