د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي. تردې دوه میاشتې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جولای میاشت کې کیږي، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړي. اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کنفرانس به د جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږي او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ګډون کوي. سرچینې زیاته کړې، له دې کنفرانس څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کیږي.