د تحریک طالبان پاکستان مشر نورولي مسید وايي، چې له پاکستاني لوري سره د دوی خبرې روانې دي خو په دغو خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. نور ولي مسید وايي، چې د خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کولو سره مخالف دي او په وینا یې د پاکستان حکومت دې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي. د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت تر منځ خبرې د ا.ا په منځګړیتوب په کابل کې ترسره شوې چې وروسته ټي ټي پي تر نامعلومې مودې د پاکستان له حکومت سره اوربند وکړ. د پاکستان حکومت تر اوسه د نورولي مسید څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو، چې د خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د انضمام ختمولو غوښتنه د قانون خلاف ده.