د هندوستان حکومت وایي چې افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې یې شپږ ټنه نور درمل کابل ته لیږلي دي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا افغانستان سره د هندوستان د روانو بشري مرستو یوه برخه وه. سرچینې زیاته کړې چې دا درمل په کابل کې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته ورکړل شوي دي. په خبرباڼه کې راغلي چې تر اوسه یې له افغانستان سره د ۲۰ ټنو درملو مرسته کړې چې پکې بیړني طبي توکي شامل دي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه یې له افغانستان سره ۳۵ زره ټنه غنمو مرسته هم کړې او د زلزلې ځپلو سره یې هم د ۲۸ ټنو خوراکي توکو مرستې لیږلې دي.