د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ له امریکایي لوري سره د خبرو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړی به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او د امریکا د خزانې وزارت له مسوولینو سره پر سیاسي، اقتصادي او بانکي مضوعاتو خبرې اترې وکړي. بلخوا واشنګټن پوسټ بیا د باوري سرچینو په حواله لیکلي چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه آزاده او په داسې صورت کې د مرکزي بانک په واک کې ورکړي چې د نوي حکومت چارواکي ورباندې کنټرول ونه لري او یوازې د افغان ولس لپاره وکارول شي.