جمعه, نوومبر 20, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

 د ايپېک سرمشريزه؛ د نړۍ د اقتصادي راتلونکي او ټکنالوژیکې همکارۍ نوی پړاو

STR NEWS by STR NEWS
نوومبر 20, 2026
1 0
0
 د ايپېک سرمشريزه؛ د نړۍ د اقتصادي راتلونکي او ټکنالوژیکې همکارۍ نوی پړاو
1
SHARES
5
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ايپېک یا د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان د مشرانو ۳۳مه غیر رسمي سرمشریزه، چې د نړیوالو اقتصادي ننګونو او چټکو ټکنالوژیکي بدلونونو د مدیریت په موخه جوړه شوې وه، د ۲۰۲۶م کال د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین د ګوانګ دونګ ولایت په «شنجن» ښار کې ترسره شوه.

د ايپېک د مشرانو ۳۳مه غیر رسمي سرمشریزه «د اسیا او ارام سمندر سیمې ګډې ټولنې جوړول او د ګډې سوکالۍ هڅول» په سرليک ترسره شوه، چې د ۲۱ غړو اقتصادونو مشرانو، لوړپوړو دولتي چارواکو او د نړیوالو سوداګریزو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و.

د سرمشریزې بحثونه د سیمه ‌ییزې اقتصادي ودې، نړیوالې سوداګرۍ، پانګونې، د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا، ډیجیټلي اقتصاد، علمي او ټکنالوژیکي نوښتونو او دوامدار پرمختګ پر موضوعاتو راڅرخېدل.

د غونډې ګډونوالو د سیمه‌ ییزو همکاریو پر پیاوړتیا، اقتصادي ادغام او ګډې سوکالۍ ته د رسېدو پر لارو چارو ټینګار کړی دی.

 د دې نړیوالې ناستې لپاره د شنجن ټاکنه یو پیاوړی اقتصادي پیغام لري؛ ځکه دغه ښار په تېرو څلورو لسیزو کې له یوه کوچني سرحدي ښارګوټي څخه د چین پر درېیم لوی اقتصادي مرکز او د برېښنایي موټرو، روباټیک او زرغونې انرژۍ پر نړیوال سمبول بدل شوی دی.

په ټوله کې، د شنجن سرمشریزه یوازې یوه تشریفاتي ناسته نه وه، بلکې دا د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو او ټولو هېوادونو ته د نوې ټکنالوژۍ د ګټو د عادلانه رسولو لپاره یوه برخلیک ټاکونکې ازموینه هم وه.

چین وايي، د ايپېک د غړو ترمنځ اقتصادي اړیکې به پیاوړې، سوداګریزې اسانتیاوې به زیاتې او د ګډو همکاریو لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي.

د چین دولت رئیس شي جین پینګ د نومبر په ۱۹مه نېټه د ايپېک د مشرانو ۳۳مې غیررسمي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د ايپېک د جوړېدو په پایله کې د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډې ټولنې د جوړولو بهیر پیل شوی او د دې سیمې د چټکې اقتصادي ودې په برخه کې يې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

 نوموړي ويلي، د نویو فرصتونو او ننګونو پر وړاندې سیمه ‌ییزې همکارۍ باید له نویو شرایطو سره سمون ومومي، نوي ګامونه پورته او د ګډ پرمختګ لپاره نوی پړاو پیل شي.

شي جین پینګ د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره پر متقابل ملاتړ، د اقتصادي اړیکو او ګټو پر پیاوړتیا، ورخلاصون، اقتصادي ادغام، ازادې سوداګرۍ، پانګونې، علمي او ټکنالوژیکو همکاریو، نوښت او ټولشموله پرمختګ ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې د سیمې هېوادونه باید د ګډو ستونزو او ننګونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي او د همکاریو لپاره عادلانه او له تبعیض پرته فضا رامنځته کړي، څو د اقتصادي پرمختګ ګټې ټولو خلکو ته ورسېږي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چین د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاریو ملاتړ کوونکی او مخکښ هېواد دی او چمتو دی له نورو غړو سره د سوداګرۍ، سیمه‌ ییز پیوستون، نوښت او پرمختګ په برخو کې همکارۍ پیاوړې کړي.

شي جین پینګ د چین له لوري د سیمه‌ ییزو همکاریو د ملاتړ لپاره د ۲۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان هم کړی او ويلي يې دي، چې په شنجن ښار کې به د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډې ټولنې څېړنیز مرکز جوړ کړي. دغه راز د ډیجیټلي ټکنالوژۍ، د معلوماتو د پولې هاخوا لېږد، پاکې انرژۍ او د کوچنیو او منځنیو تصدیو د ودې په برخو کې به د همکاریو لپاره نوي بنسټونه هم رامنځته کړي.

په شنجن کې د ایپېک د مشرانو تر یادې سرمشریزې وړاندې، د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه د سوداګرۍ مشرانو سرمشریزه (CEO Summit) هم ترسره شوه، چې د نړۍ د سترو شرکتونو څه باندې دوه زره استازو پکې ګډون کړی و.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د ا.ا د فرمانونو په اړه څلور ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد
وروستی خبرونه

د ا.ا د فرمانونو په اړه څلور ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد

نوومبر 20, 2026
امیرخان متقي د اغاخان بنسټ له پلاوي سره کتلي
وروستی خبرونه

امیرخان متقي د اغاخان بنسټ له پلاوي سره کتلي

نوومبر 20, 2026
میدان وردګو کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی
وروستی خبرونه

میدان وردګو کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

نوومبر 20, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved