ايپېک یا د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان د مشرانو ۳۳مه غیر رسمي سرمشریزه، چې د نړیوالو اقتصادي ننګونو او چټکو ټکنالوژیکي بدلونونو د مدیریت په موخه جوړه شوې وه، د ۲۰۲۶م کال د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین د ګوانګ دونګ ولایت په «شنجن» ښار کې ترسره شوه.
د ايپېک د مشرانو ۳۳مه غیر رسمي سرمشریزه «د اسیا او ارام سمندر سیمې ګډې ټولنې جوړول او د ګډې سوکالۍ هڅول» په سرليک ترسره شوه، چې د ۲۱ غړو اقتصادونو مشرانو، لوړپوړو دولتي چارواکو او د نړیوالو سوداګریزو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و.
د سرمشریزې بحثونه د سیمه ییزې اقتصادي ودې، نړیوالې سوداګرۍ، پانګونې، د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا، ډیجیټلي اقتصاد، علمي او ټکنالوژیکي نوښتونو او دوامدار پرمختګ پر موضوعاتو راڅرخېدل.
د غونډې ګډونوالو د سیمه ییزو همکاریو پر پیاوړتیا، اقتصادي ادغام او ګډې سوکالۍ ته د رسېدو پر لارو چارو ټینګار کړی دی.
د دې نړیوالې ناستې لپاره د شنجن ټاکنه یو پیاوړی اقتصادي پیغام لري؛ ځکه دغه ښار په تېرو څلورو لسیزو کې له یوه کوچني سرحدي ښارګوټي څخه د چین پر درېیم لوی اقتصادي مرکز او د برېښنایي موټرو، روباټیک او زرغونې انرژۍ پر نړیوال سمبول بدل شوی دی.
په ټوله کې، د شنجن سرمشریزه یوازې یوه تشریفاتي ناسته نه وه، بلکې دا د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو او ټولو هېوادونو ته د نوې ټکنالوژۍ د ګټو د عادلانه رسولو لپاره یوه برخلیک ټاکونکې ازموینه هم وه.
چین وايي، د ايپېک د غړو ترمنځ اقتصادي اړیکې به پیاوړې، سوداګریزې اسانتیاوې به زیاتې او د ګډو همکاریو لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي.
د چین دولت رئیس شي جین پینګ د نومبر په ۱۹مه نېټه د ايپېک د مشرانو ۳۳مې غیررسمي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د ايپېک د جوړېدو په پایله کې د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډې ټولنې د جوړولو بهیر پیل شوی او د دې سیمې د چټکې اقتصادي ودې په برخه کې يې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
نوموړي ويلي، د نویو فرصتونو او ننګونو پر وړاندې سیمه ییزې همکارۍ باید له نویو شرایطو سره سمون ومومي، نوي ګامونه پورته او د ګډ پرمختګ لپاره نوی پړاو پیل شي.
شي جین پینګ د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره پر متقابل ملاتړ، د اقتصادي اړیکو او ګټو پر پیاوړتیا، ورخلاصون، اقتصادي ادغام، ازادې سوداګرۍ، پانګونې، علمي او ټکنالوژیکو همکاریو، نوښت او ټولشموله پرمختګ ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې د سیمې هېوادونه باید د ګډو ستونزو او ننګونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي او د همکاریو لپاره عادلانه او له تبعیض پرته فضا رامنځته کړي، څو د اقتصادي پرمختګ ګټې ټولو خلکو ته ورسېږي.
نوموړي همدارنګه ویلي، چین د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاریو ملاتړ کوونکی او مخکښ هېواد دی او چمتو دی له نورو غړو سره د سوداګرۍ، سیمه ییز پیوستون، نوښت او پرمختګ په برخو کې همکارۍ پیاوړې کړي.
شي جین پینګ د چین له لوري د سیمه ییزو همکاریو د ملاتړ لپاره د ۲۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان هم کړی او ويلي يې دي، چې په شنجن ښار کې به د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډې ټولنې څېړنیز مرکز جوړ کړي. دغه راز د ډیجیټلي ټکنالوژۍ، د معلوماتو د پولې هاخوا لېږد، پاکې انرژۍ او د کوچنیو او منځنیو تصدیو د ودې په برخو کې به د همکاریو لپاره نوي بنسټونه هم رامنځته کړي.
په شنجن کې د ایپېک د مشرانو تر یادې سرمشریزې وړاندې، د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه د سوداګرۍ مشرانو سرمشریزه (CEO Summit) هم ترسره شوه، چې د نړۍ د سترو شرکتونو څه باندې دوه زره استازو پکې ګډون کړی و.








