د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د اغاخان بنسټ له پلاوي سره په کتنه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو ستاینه کړې او له استازو یې غوښتي چې روغتیايي خدمتونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي، تاریخي ځایونه ورغوي او د بدیل معیشت په برابرولو کې له بزګرانو ملاتړ وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د اغاخان بنسټ استازي، ډاکټر سلیمان شهابالدین ویلي چې د مور او ماشوم لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ د خپلو روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ظرفیت لوړولو پلان لري. د کتنې په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو او همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.








