د منځني ختیځ او روسیې ـ اوکراین جګړو د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو د پرمختګ په اړه د هیلو له زیاتېدو سره، د پنجشنبې په ورځ د نړیوالو بازارونو د تېلو بیې تر یوه ډالر ډېرې راټېټې شوې دي. د راپورونو له مخې، د ګرینویچ پر وخت د پنجشنبې په سهار په ۱:۴۱ بجو د برنټ تېلو بیه د هر بېرل په سر یو ډالر او ۱۴ سېنټه، یا ۱.۲ سلنه راکمه شوې او ۹۱ ډالرو او ۶۲ سېنټو ته رسېدلې وه. همداراز، د امریکا د لوېدیځ ټکساس انټرمیډیټ تېلو بیه هم د هر بېرل په سر یو ډالر او څلور سېنټه، یا ۱.۲ سلنه راټیټه شوې او ۸۵ ډالرو او ۴۹ سېنټو ته رسېدلې وه. د یادونې ده، چې د چهارشنبې په ورځ د برنټ تېلو بیه ۱.۴ سلنه او د لوېدیځ ټکساس انټرمیډیټ بیه ۰.۶ سلنه لوړه شوې وه، خو تر دې یوه ورځ مخکې د دواړو تېلو بیې د تېرو دوو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وې.








