د عدلیې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د لېږد سند له زندانونو چارو د تنظیم ادارې څخه دغه وزارت ته، د دواړو ادارو د مسوولینو او د مالیې وزارت او د چارو ادارې د استازو په حضور کې لاسلیک شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، یاد سند په اوو مادو کې ترتیب شوی او پر بنسټ به یې د دغو مرکزونو ټول تشکیلات، کارکوونکي، اسناد، ودانۍ، وسایط او تجهیزات د عدلیې وزارت ته ولېږدول شي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، له دې وروسته به په کابل او ولایتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو مدیریت د عدلیې وزارت پر غاړه وي.








