د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس کمالالدین توحید د ایران د خراسان رضوي ولایت له اقتصادي مرستیال جمشیدي سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د کندهار او خراسان رضوي ولایتونو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د قیمتي ډبرو او د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخو کې د ګډو پانګونو فرصتونه هم ارزول شوي دي. کمالالدین توحید د خراسان رضوي له اقتصادي پلاوي غوښتي، چې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه کندهار ته سفر وکړي.








