د سعودي عربستان او سوریې د دفاع وزارتونو د پوځي همکاریو یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، دغه هوکړهلیک ریاض ته د سوریې د انتقالي دولت د مشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی. د هوکړهلیک د محتوا او جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو رویټرز تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې سوریه له حوثي ځواکونو سره د سعودي عربستان په جګړه کې دغه هېواد ته د پوځي مرستو د برابرولو پر موضوع غور کوي. دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک شوې، چې د یمن حوثي ځواکونه د سعودي عربستان پر وړاندې خپلو توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکوي.








