د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په ګرینلنډ کې د تېلو، ګازو او معدني سرچینو د پراخې پلټنې لپاره چمتووالی روان دی. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ په دې اړه د جزییاتو له وړاندې کولو پرته ویلي، چې د ځینو کارپوهانو په باور، په ګرینلنډ کې د لاسرسي وړ تېلو زېرمې ډېرې پراخې دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ تېره میاشت د کړکېچ د کمولو او په دغه ټاپو کې د امریکا د پوځي حضور د پراخولو په موخه هوکړهلیک لاسلیک کړی و.








