د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښایي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه وغواړي چې د یمن د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي. د راپور له مخې، ټرمپ د سعودي عربستان پر ځینو سیمو د حوثیانو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې باور لري اردوغان به یې غوښتنه ومني. نوموړي همداراز ویلي چې د ایران په اړه به ډېر ژر پرېکړه وکړي، خو د دې پرېکړې په تړاو یې نور جزئیات نه دي ورکړي.








