د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ډانیډا دفتر په مالي ملاتړ د چپرهار او کوټ ولسوالیو ۸۰ کوچنیو کاروباریانو ته د ۴ میلیونه او ۱۶۰ زره افغانیو په ارزښت د پروسس وسایل وېشل شوي دي. د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد ویلي، د دې مرستې موخه د کوچنیو کاروبارونو پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو پروسس او د عوایدو زیاتوالی دی. د ډاکار مؤسسې د ختیځ زون مسوول انجینر خان آغا شینواري په وینا، هر کاروباري ته د ۵۲ زره افغانیو په ارزښت وسایل ورکړل شوي، چې د مېوو او سبزیجاتو وچولو ماشینونه، لمریزې تختې، سولري جوسرونه، د خوراکي توکو د ساتنې لوښي او د اچارو جوړولو وسایل پکې شامل دي.








