د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) وایي، له ۲۰۲۵ کال راهیسې یې په ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو د خطر کمولو لپاره ۱۱۲ پروژې پلې کړې دي. دغه سازمان د خپل اېکسپاڼې له لارې ویلي، د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالی او لومړني اقدامات د زیانمنونکو سیمو د مقاومت پیاوړتیا کې مهم رول لري. ای او ایم زیاته کړې، د دغو پروژو ترڅنګ یې د چمتووالي، همغږۍ او تخنیکي وړتیاوو په برخو کې هم سیمهییز ظرفیتونه پیاوړي کړي، څو ټولنې وکولای شي د طبیعي پېښو له پایلو سره ښه مقابله وکړي.








