د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد په پاکستان کې روان سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد ستونزې پر ټوله سیمه منفي اغېزې کوي. مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، پر افغانستان د پاکستان د کورنیو ناکامیو پړه اچول د ستونزو د حل لاره نه ده. د نوموړي په وینا، بېځایه تورونه، د خبرو اترو د بهیرونو ګډوډول او د ستونزو د حل پر ځای تبلیغاتو ته لومړیتوب ورکول ناکام سیاست دی. هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره رغنده ګامونه پورته کړي او د دغه هېواد د سیاستوالو او خلکو نظرونو او حقونو ته درناوی وکړي.








