د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له مشر نیکولا بلومو سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، پراختیايي همکاریو او پانګونې د جلب په اړه خبرې کړې دي. حنیف اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري او پراختیايي پروګرامونو له مهمو تمویلوونکو بللې او د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی. نوموړي د اقتصادي بندیزونو او محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او له اروپايي ټولنې یې غوښتي چې اروپايي پانګهوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي. بلومو ویلي چې افغانستان لا هم د اروپايي ټولنې د پاملرنې وړ دی او د افغانانو اړتیاوو ته د رسېدنې او د ګډو همکاریو د فرصتونو د ارزونې پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.








