د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران له اقتصادي پلاوي سره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه، د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي اړیکې، په افغانستان کې د ایراني تولیداتو د کورنیو وسایلو د بستهبندۍ فابریکې جوړول او د انلاین سوداګرۍ په برخه کې ګډه پانګونه څېړل شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزیر د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ایراني شرکتونو له ګډون څخه هرکلی کړی او له ایراني اقتصادي پلاوي یې غوښتي چې په افغانستان کې د کورنیو وسایلو د بستهبندۍ فابریکې جوړولو لپاره خپل مشخص وړاندیز له دغه وزارت سره شریک کړي.








