د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې مولوي نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) د سرمنشي له مرستیال طارق علي بخیت سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان له روغتیايي نظام سره د دوامدارې همکارۍ، د ساري ناروغیو د مخنیوي او په راتلونکي کې د روغتیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.








