د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخواني ځانګړي استازي توماس نیکلاسون ویلي، توماس فریلسن په روانه اونۍ کې د افغانستان لپاره د دې ټولنې د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی. نیکلاسون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، فریلسن به د افغان ښځو، نارینهوو او ماشومانو لپاره د اروپايي ټولنې د ملاتړ دوام او له ملګرو ملتونو او نورو مهمو شریکانو سره د خبرو اترو تعقیب مسوولیت ولري. د نوموړي په وینا، نوی استازی به د اروپايي ټولنې د شورا د پرېکړهلیکونو پر بنسټ له افغانستان سره د اصولو پر بنسټ تعامل هم مخته یوسي.








