د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د امام ابوحنیفه د پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدل د افغانستان، سیمهییزو هېوادونو او له سیمې هاخوا د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مثبت ګام بللی دی. دغه نندارتون د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شوی او ټاکل شوې اووه ورځې دوام وکړي. په نندارتون کې کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل تولیدات او خدمات په نږدې ۷۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.








