د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د کندهار په خاکریز او ارغستان ولسوالیو کې د کروندګرو د اقتصادي ملاتړ لپاره د مرخېړیو ۵۰ فارمونه جوړ کړي دي. د دغه ولایت کرنې ریاست ویلي، مرخېړي لږو اوبو او خوارۍ ته اړتیا لري او کروندګرو ته ښه عاید برابروي. کروندګر وایي، د مرخېړیو خپل فارمونو څخه ښه عاید ترلاسه کوي او د کورنۍ ډېری اړتیاوې پرې پوره کوي. د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي چې د اوبو لږ مصرفوونکي او ګټور بدیل کښتونه د خاکریز، ژړۍ، دامان او پنجوایي ولسوالیو کې هم دود کړي.








