د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) وايي، په دې وروستیو کې یې د خوست ولایت په لېرې پرتو سیمو کې د کورنیو لپاره څلور روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي. ای او ایم چهارشنبه په یوه راپور کې ویلي، دغه سازمان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د کورنیو لپاره د ۵۷ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې بشپړې کړې دي. د دغه سازمان په وینا، د دغو مرکزونو د جوړولو لګښت د افغانستان د ځانګړي اماني صندوق (STFA) له بودیجې او د اسلامي پراختیايي بانک (ای اېس ډي بي) او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي اې) په ګډ مالي ملاتړ برابر شوی دی. ای او ایم زیاتوي، د دغو مرکزونو جوړېدو هغو لېرې پرتو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړې چې اوسېدونکي یې مخکې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د اوږدو واټنونو وهلو ته اړ وو.








