د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې ده. د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، غونډې ته د ۳۴ پروژو په اړه بحث وشو چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د څه باندې ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې. د سرچینې په وینا، په ۹ نورو پروژو کې لازم تعدیلات هم منظور شوي، پنځه پروژې د دویم ځل داوطلبۍ لپاره وړاندې شوې او د درېیو پروژو د بېرته اعادې پرېکړه شوې ده. همداراز، د یوې پروژې قرارداد د چارو د ځنډ له امله فسخه او اړوند شرکت د محرومیت کمېټې ته معرفي شوی دی.








