د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، تمه ده سږ کال د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ستروسو، زیتون، زیتون تېلو او خرما په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی راشي. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د ستروسو حاصلات چې تېر کال شاوخوا ۵۵۰۰ مټریک ټنه وو، سږ کال به ۸۶۲۳ مټریک ټنو ته لوړ شي. دغه ریاست زیاتوي چې د زیتون او زیتون تېلو ترڅنګ د خرما په حاصلاتو کې هم د زیاتوالي اټکل شوی دی.








