د کونړ د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او شته ستونزو د حل لپاره د پنځو مخابراتي انتنونو د لګولو سروې شوې ده. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د سروې پر مهال د انتنونو لپاره مناسب ځایونه، تخنیکي شرایط او مخابراتي اړتیاوې ارزول شوې دي. د دې سروې له مخې، ټاکل شوې په ناړۍ، دانګام او سرکاڼو ولسوالیو کې پنځه مخابراتي انتنونه فعال شي.








