د ایران سپاه پاسداران وايي، سمندري ځواکونو یې په هرمز تنګي کې د امریکا یوه «ریموس ۶۰۰» بېپیلوټه اوبتل نیولې ده. د سپاه پاسداران د معلوماتو له مخې، دغه بېپیلوټه اوبتل د استخباراتي معلوماتو او برېښنايي جګړې په مرسته نیول شوې او ادعا شوې چې په هرمز تنګي کې یې د جاسوسۍ لپاره فعالیت کاوه. ایراني چارواکي وايي، د دوی متخصصین د دې وسیلې معلومات بېرته ترلاسه کوي. سپاه پاسداران همدارنګه ویلي چې هرمز تنګی تړلی دی او له اجازې پرته د تېرېدونکو بېړیو پر وړاندې به اقدام وکړي.








