د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ ۳۵۴ افغانې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د دارالانشاء د معلوماتو له مخې، ۱۰۱ کورنۍ د تورخم، ۴۱ د سپین بولدک، ۱۷۴ د ورېښمو پله او ۳۸ کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، په همدې ورځ په تورخم کې له ۵۲، سپین بولدک کې له ۳۱، نیمروز کې له ۸، هرات کې له ۳۸ او کابل کې له ۲۶ راستنېدونکو کورنیو سره مرستې هم شوې دي.








