د لغمان د مرکز مهترلام ښار کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د اتو پراختیايي پروژو چارې د ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې دي. باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، ویالو، پليلارو او ځینو نورو اړینو ځایونو جوړول او بیارغول شامل دي. د راپور له مخې، ټاکل شوې د دغو پروژو چارې په اتو میاشتو کې بشپړې شي. د پروژو موخه د مهترلام ښار د ښاري زېربناوو ښه کول او د اوسېدونکو د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول بلل شوې ده.








