د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو د څلورو شبکو د بیارغونې چارې د ۷ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه شبکې د شیخ علي ولسوالۍ په قومغي، د شینوارو ولسوالۍ په صوفيخېل او د بګرام ولسوالۍ په دولتشاهي او مهاجرینو ښارګوټو کې جوړېږي. د چارواکو په وینا، د پروژې په ترڅ کې به ۱۲ زره او ۱۶۳ متره پایپلاین وغځول شي او ټاکل شوې چې چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي. د پروژو له بشپړېدو سره به ۱۱۵۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.





