د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن ماښام ۶ نیمې بجې د شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کیږي. هند په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړې او د لړۍ یو ـ صفر مخکښ دی. په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۲۰ اورونو په لوبولو ۱۵۶ منډې وکړې. عظمتالله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې، خو هند د ابیشک شرما د ۳۲ توپونو ۸۲ منډو په مرسته هدف په ۱۳.۴ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. افغانستان ته په نننۍ لوبه کې د لړۍ د مساوي کولو لپاره د بریا اړتیا ده، په داسې حال کې چې هند د لړۍ د ګټلو په موخه میدان ته وځي. دویمه لوبه هم په نوي ډیلي کې ترسره کېږي.








