د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ننګرهار په خوږیاڼو او سپین غر ولسوالیو کې د دوو روغتونونو د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودې. د ننګرهار ولایت مقام د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې به د ۱.۳ میلیونه ډالرو په لګښت ۵۰ بستریز روغتون په ۳۰ جریبه ځمکه کې د درېیو کلونو په موده کې جوړ شي. همداراز، د سپین غر ولسوالۍ په صندوق سیمه کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ بستریز روغتون جوړېږي چې پر پنځه جریبه ځمکه به په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.








