په کابل کې د قزاقستان سفیر هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدلي او د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا یې خبرې کړې دي. د هرات ولایت مقام وايي، سفیر د هرات اقتصادي ظرفیتونه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم بللي دي. د هرات والي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د تورغونډۍ بندر پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. اسلام جار ویلي، دغه ولایت د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب ظرفیتونه لري.








