د لغمان د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، د بزګرانو د اقتصادي ودې، د عوایدو لوړولو او د سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو د ودې په موخه، سږ کال په دغه ولایت کې ۷۰ شنې خونې جوړې شوې دي. د دغه ریاست د انکشافي چارو امر خلیلالرحمن صدیقي باختر اژانس ته ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په جریان کې د «ایسو» موسسې له لوري د لغمان په مرکز مهترلام او قرغهيي، علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې د ۶۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت ۷۰ بزګرانو ته ۷۰ شنې خونې جوړې شوې دي. نوموړي ویلي، د شنو خونو جوړېدو د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړی او د سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو تولید یې زیات کړی دی.








