د بلخ د سوداګرۍ خونې د رییس محمد ابراهیم غضنفر په مشرۍ او د غضنفر ګروپ د مشرانو په ګډون یوه افغان پلاوي د ازبکستان د نمنګان له والي شوکتجان عبدالرازقاوف سره کتلي او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې، افغان سوداګرو په دې کتنه کې له نمنګان څخه افغانستان ته د ټوکرانو او بېلابېلو نساجي محصولاتو د واردولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. په دې کتنه کې په نمنګان کې د ازبکستان د لومړني اسلامي بانک د احتمالي پرانیستو په اړه هم خبرې شوې دي.








