د روسیې لخوا د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق په غبرګون کې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې امریکا او لویدیځ متحدین یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا نشي تهدیدیدلی او تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړ چې که برید وشي، لویدیځ متحدین به د خپلې خاورې د هر انچ دفاع وکړي. بایډن پرون په سپینې ماڼۍ کې وویل، پوتین يې ډارولی. نوموړي په خپلو خبرو کې په مستقیمه توګه د پوتین نوم واخیست او خبردرای یې ورکړ چې په اوکراین برید دې د ناټو غړو هیوادونو ته نه غځوي. د بایډن د دې څرګندونو څخه وړاندې د روسیې ولسمشر د اوکراین څلور سیمې په رسمې توګه د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه اعلان کړلې. په خپله پوتین او ګڼ شمیر پلویان یې په دې اند دي چې د روسیې د خاورې په توګه د اوکراین د دې سیمو اعلانول کرملین ته دا مشروعیت ورکوي چې د ساتلو لپاره یې د اټومي وسلو څخه هم کار اخیستلی شي. وروسته تر هغه چې روسیې په رسمې توګه د اوکراین څلور سیمې د خپل هیواد د یوې برخې په توګه اعلان کړلې، په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي له ناټو سره د خپل هیواد د یوی ځای کیدو هلې ځلې چټکې کړې دي.