د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال شیخالحدیث عبدالرحمن قانت د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره کتلي دي. د سرچینې په خبره په دې کتنهکې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو، کاني زېرمو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله شوې ده. د ایران سفیر د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو برخو کې د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړی دی. قانت هم د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ګډ کار او اړینو همکاریو ژمنه کړې ده.








