د ننګرهار ولایت په جلالاباد ښار کې د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ لپاره زر بستریز مرکز پرانیستل شوی دی. د مالوماتو له مخې، دغه مرکز ۵۰ لویې خونې لري او د درملنې لپاره پکې اړین درمل، طبي وسایل او نور امکانات برابر شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وايي، د معتادینو د درملنې مرکزونو د پیاوړتیا او ملاتړ هڅې به دوام ولري، څو روږدي کسان له نشهیي توکو وژغورل شي او بېرته عادي ژوند ته راوګرځي.








