د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له واشنګټن سره د هوکړې فرصت له لاسه ورکړی او متحده ایالات به پر دغه هېواد «تر ټولو سخت اقتصادي عملیات» پیل کړي. ټرمپ پر خپله «ټروت سوشل» پاڼه لیکلي، دا به د ایران پر وړاندې بېساری اقتصادي فشار او انزوا وي. هغه ادعا کړې چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه له منځه تللي، پوځي فابریکې یې ویجاړې شوې او ملي پیسه یې بېارزښته شوې ده. نوموړي خبرداری ورکړی چې هر هېواد، شرکت یا مالي بنسټ چې له ایران سره د اقتصادي مرستې یا د ژغورنې لاره برابره کړي، له «ډېرو سختو اقتصادي پایلو» سره به مخ شي. هغه د ایران د تېلو قاچاق، د پیسو لېږد او د صرافیو او پوښښي شرکتونو فعالیتونو د درولو غوښتنه هم کړې ده.








