د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا په خپل یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د زلزلې او سېلابونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دوه لکه او ۲۳ زره کسان اغېزمن شوي دي. ددغه راپور پر بنسټ چې یوازې په پکتیا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له کبله چې په تېره جون میاشتې کې وشوه ۸۵ زره کسان اغېزمن شوي دي. دغه راز د هېواد په جنوبي او ختيځه برخه کې هم د سېلابونو له کبله نږدې ۷۸ زره او ۸۰۰ کسان اغېزمن شوي. د اوچا د معلوماتو له مخې چې په دې ډله کې داسې کورنۍ هم شته چې د ژوند له ټولو امکاناتو بې برخې شوې او هر څه یې له لاسه ورکړي دي. دغه اداره وایي، یادې بې وزله کورنۍ بیړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. وروستیو سېلابونو نه یوازې دا چې د ځایي خلکو کورونه یې ونړول، بلکې کرنه یې هم د سېلاب خوراک شوه. د اوچا د معلوماتو له مخې چې اوس په ټول افغانستان کې له ۲۴ میلیون زیات کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.