د ایران د نفتو شبکې کار کوونکو خبرداری ورکړی، چې که حکومت د لاریون کوونکو ځپل ونه دروي، دوی به کاري اعتصاب وکړي، چې دغه اعتصاب به د ایران اقتصاد ته سخته ضربه ورسوي. ددغه شبکې قراردادي کار کوونکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د ایران د خلکو له مبازرې چې په خبره یې د ښځو د حقونو د ساتنې او لوږې د له منځه وړولو پر وړاندې یې پیل کړې ده، ملاتړ کوي. په دې وروستیو کې د ایران په نږدې ۸۰ لویو او کوچنیو ښارونو کې لاریونونه پیل شوي دي. د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې تر اوسه په دغه لاریونونو کې ۷۶ کسان وژل شوي دي.